The news is by your side.

شهباز شریف: نړۍ دې موږ دې ته نه جوړوي چې د خیرات کنډول را واخلو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو زیانونو ته په اشارې ویلي، نړۍ دې موږ خیرات ته نه جوړوي.

شریف زیاته کړې نړۍ موږ دې ته مجبوروي چې د خیرات او چندې کنډول ته لاس کړو او د خپلو سېلاب ځپلو لپاره ترې خیرات وغواړو.

نوموړی وایي پاکستان د اقلیمي عدالت غوښتونکی دی او نړۍ واله ټولنه باید د پاکستان د میلیونونو سېلاب ځپلو او بې ځایه شویو خلکو وضعیت درک کړي او مرستې ورسره وکړې.

په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله اوښتیو زیانونو د یاد هېواد حکومت سوال ته جوړ کړی.

لومړي وزیر یې شهباز شریف تر دې وړاندې څرګندونو کې هم ویلي وو کله چې غواړي له کوم هېواد سره اړیکه ونیسي هم مقابل داسې فکر کوي چې د قرض او پیسو لپاره مو ورته زنګ وهلی.

بل لور بیا تېره اوونۍ د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل هم د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت او پورونو له کبله استعفا ته اړ شو او پر ځای یې اسحاق ډار د مالیې وزیر وټاکل شو.

پاکستان دا مهال له دومره سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې د پور اخیستلو لپاره هېڅ د مخ اړولو ځای نه لري او نه هم ورسره کوم هېواد د پور ورکولو معاملې ته تیار دی.

Comments are closed.