The news is by your side.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې د چاودنې هدف صدر ابراهیم وو

نن ماسپښین څه د پاسه دوه بجې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د مراجعینو په یو مسجد کې چاودنه وشوه.

یاده چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې د کورنیو چارو وزارت په مسجد کې پر لمونځ کوونکو د جمعې پر مهال رامنځته شوې چې په لومړي رکعت ولاړ وو.

طالبانو ویلي په یاده چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
وايي، په دې اړه یې پلټنې هم پیل کړي چې پېښه څه ډول رامنځته شو.

خبریال ډاټ کام ته سرچینو ویلي چې د یاد چاودنې هدف صدر ابراهیم وو.

تر اوسه کومې ډلې هم د چاودنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل کې بمي چاودنې ډېرې شوي دي او قربانیان یې لسګونه عام وګړي دي. خو د ځینو چاودنو مسؤولیت داعش ډلې منلی وو.

د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې فعالیتونه هم ډېر شوي، طالبان همدا راز د داعش ډلې نه په وېره کې کله نا کله ولسي وګړي هم د داعش په شک حیسي، شکنجه کوي او ان په مرموزه توګه یې وژني خم.

Comments are closed.