The news is by your side.

افغانستان په نړۍ کې د تر ټولو خراب ښوونیز سېسټم لرلو له کبله لومړنی هېواد اعلان شوی

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره یا سېو دي چېلډرن وایي افغانستان په ټوله نړۍ کې د تر رولو خراب ښوونیز سېسټم لرونکی هېواد اعلان شو.

یاده اداره وایي تېر کال افغانستان په لېست کې څلورم ځای کې وو چې تر ټولو خراب ښوونیز سېسټم یې لرلو خو سږ کال په لومړي ځای راغلی. او ښوونیز سېسټم یې دا راز له پاشل کېدو سره هم مخ دی.

له افغانستان وروسته سوډان، سومالیا او مالي هېوادونو نومونه راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له پیل سره سم په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او طالبان د یو کال په تېرېدو هم ونه توانېدل ښوونځي پرانیزي.

دا راز په یو شمېر ولایتونو کې هغه نجونې چې عمرونه یې له 13 کلونو پورته دي او له شپږم په ټیټو ټولګیو کې زده کړې کوي د طالبانو سیمه اییزو چارواکو له خوا ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

دا مهال د افغان زده کوونکو ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخ دی، زده کوونکي کتابونه او کافي ښوونکي نه لري. همدا رنګه په لېرې پرتو سیمو کې ماشومان ښوونځیو ته لاس رسی نه لري او زیات شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده کوونکي یې لهودانیو غیر په خېمو یا له خېمو بهر د زده کړو لپاره کیني.

د طالبانو پوهنې چارو وزارت هم د افغان زده کوونکو لپاره کوم ګټور اقدام نه دی کړی او نه یې د ښوونیز بهیر په پرمختګ کې کوم اغېزمن کار کړی بلکې ښوونیز سېسټم د تېرو کلونو په پرتله ډېر خراب شوی دی.

Comments are closed.

koi finance