نړیوال مرستندویه بنسټونه را روان ژمی افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېدو ته اندېښنه لري
د سره صلیب نړیوال کمېټ او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق کې را روان ژمي کې افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت د لا خرابېدو اټکل کړی.
د سره صلیب نړیوال کمېټه وایي، د افغانانو لپاره تر ټولو جدي ګواښ بې وزلي ده، دا چې زرګونه افغانانو دندې له لاسه ورکړې او حداقل د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي نو د نړیوالو له ملاتړ او مرستو پرته به د خلکو اقتصادي لا خراب شي او د بحران د مخنیوي لپاره پانګونې ته اړتیا ده.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د افغانستان په اړه په ټوېټر لیکلي چې را روان ژمی به دلته مرستې پراخې کړي، د ژغورنې خدمات به زیات کړي او لومړیتوب به یې د مېندوارۍ پر مهال د روغتیا او د خلکو لپاره خوندي خدمات وړاندې کول وي.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم اټکل کړی و چې راتلونکی ژمی به اتلس میلیونه افغانان د ژوند لومړنیو توکو ته اړتیا ولري او دوی د مرستو لپاره 1,1 میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
یاد پروګرام ویلي وو، دوی اړتیا لري چې د ژمي له پیل وړاندې په لېرې پرتو غرنیو سیمو کې خوراکي توکي ذخیره کړي څو د لار د بندېدلو په صورت کې هم په اسانه وکولی شي د دغو سیمو اړمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې پر وخت ورسوي. چې په وینا یې دا چاره به د ولږې رامنځته کېدونکي بحران په مهارولو کې مرسته وکړي.
د جمهوریت په ړنګېدو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت هم بحران ته ولاړ، دا مهال میلیونونه کورنۍ لومړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د یو کال په موده کې په میلیاردونو ډالر بې وزلو افغانانو سره دنغدي او خوراکي توکو په مرسته ولګول خو لا هم بې وزلي او ولږه نه ده مهار شوې.
Comments are closed.