The news is by your side.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه پر طالبانو د زاویا نیوز او هشت صبح وېب سایټونو د تړلو له امله غوسه دي

د طالبانو د مخابراتي او ټکنالوژۍ وزارت او اترا انارې د زاویه نیوز او هشت صبح ورځپاڼو انټرنیټي خبري پاڼې یا وېب سایټونه وتړل.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه د یادو وېب سایټونو د تړلو له امله پر طالبانو نیوکه کوي او وایي طالبان دې له رسنیو سره خپل سري چلند نه کوي او د قانون له مخې دې ورسره مخ ته ولاړ شي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر یا نی هم د یادو رسنیو د وېب سایټونو د تړلو په غبرګون په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو سرپرست حکومت دا ډول چلند د عامه رسنیو د قانون له مخې د رسنیو د خپرونو په چارو کې بندیز او سانسور ګڼل کیږي.

اعلامیه زیاتوي چې که د یادو شویو رسنیو له خوا د نشراتو برخه کې سرغړونه شوې وي نو د رسنیزو شکایتونو تو سرغړونو کمېسیون ته باید رسمي شکایت وشي. یاد کمېسیون د رسنیو شکایتونو ته د رسیدګۍ واک لري.

یاد دفتر وایي د طالبانو حکومت دې د یادو وېب سایټونو د تړلو په پرېکړې له سره غور وکړي څو په افغانستان کې د بیان ازادي او د اطلاعاتو ازاد جریان دوام وکړي.

خو طالبانو بیا په دې اړه ویلي چې د یادو رسنیو وېب سایټونه یې د دروغو او افواهاتو د خپرولو له کبله تړلي دي.

Comments are closed.