The news is by your side.

احمد تقي: زما خبرې غلطې تعبیر شوي؛ نجونې ازادې دي چې کانکور کې د خپلې خوښې پوهنځی وټاکي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي وایي راتلونکي کانکور کې د نجونو لپاره د پوهنځیو د انتخاب په اړه زما تېرې خبرې غلطې تعبیر شوي.

هغه په غږیز پیغام کې ویلي، هغه راپورونه ناسم دي چې د کانکور ازموینه کې به نجونې یوازې د محدودو پوهنځیو د انتخاب حق ولرﺉ، وایي نجونې ازانې دي چې په خپله خوښه پوهنځی وټاکي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول کېدل چې ګواکې طالبانو د نجونو لپاره د کانکور ازموینه کې د پوهنځیو انتخاب محدود کړی او یوازې د طالبانو په خوښه به پوهنځی انتخابوي.

د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو ناسم دریځ له امله نجونې هم اندېښمنې دي او انګیري چې هسې نه طالبان په رښتیا هم دوی ته پوهنځي محدود کړي او وبه نه شي کولی د خپلې خوښې پوهنځي ته لار پیدا کوي.

په ورته مهال نن په ټول هېواد کې د کانکور ازموینې لپاره د زده کوونکو بایومټرېک پروسه پیل شوه چې ترې ورځې به دوام وکړي او له هغې وروسته به د کاحکور هزموینې اخیستل پیل شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت زو ورځې وړاندې ویلي چې سږ کال به دولتي او لوړو او نیمه لوړو زده کړو مؤسساتو ته ۱۱۵ زره نوي زده کړیالان جذبوو.

Comments are closed.