طالبان ننګرهار کې د هغه ځوانانو سرونه خریي چې په ږیره کې سټايل وهي
ننګرهار ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف کسان په سلمانیانو ګرځي او هغه ځوانان چې به ږيره کې سټايل وهي سرونه یې خریي.
ځوانان وايي نه یوازې دوی ته د طالبانو له خوا ستونزې جوړيږي بلکې طالبان سلمانیان هم وهي چې ولې ځوانانو ته ږیره جوړوي.
د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي تېره ورځ مې چې ساماني کې ږیره جوړه کړه طالبان راپسې سم د واره راغلل ويې وهله او سر یې راته کل کړو.
د ننګرهار ولايت یو ځایي سلماني هم چې نه غواړي نوم يې یاد شي وايي، موږ هم د طالبانو له خوا د فشار لاندې يوو هر وخت راځي څار کوي څو وګوري چې د دوی له امر څخه مو سرغړونه نه وي کړي، څو ورځې وړاندې زموږ یو سلماني ملګری هم چې یو چا ته یې ږیره جوړه کړې وه طالبانو وهلی.
دوی وايي زموږ کاروبار هم کم رنګه شوی اوس ځوانان د طالبانو د وېرې له کبله نه راځي چې وېښتان او ږیره جوړه کړي.
طالبان بیا په دې اړه په خپل دریځ کلک ولاړ دي او وايي ځوانان بايد په وېښتانو او ږیره کې غربي سټايل ونه وهي او ځان د سنتو مطابق برابر کړي.
Comments are closed.