The news is by your side.

د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام سبا پيليږي؛ د سوپر کولو شرکت د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي

ټاکل شوې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سبا د (یکشنبه اکټوبر ۱۶مه) په آسټراليا کې پيل شي. چې لوبډلې به لومړی تمریناتي لوبې ترسره کړي.

بل خوا بلاخره افغان لوبډلې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام د پیلېدو په درشل کې مالي سپانسر پيدا کړ. د افغانستان کرېکټ بورډ ملي ادارې خبر ورکړی چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ د سوپر کولا غير الکولي مشروباتو توليدونکي شرکت په غاړه واخيسته.

افغان لوبډله له وړاندې اسټراليا ته تللې او لوبو ته د چمتووالي لپاره په تمریناتو بوخته ده.

ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روانې اکتوبر مياشتې په ۱۹مه نېټه د پاکستان لوبډلې سره په يوه تمریناتي لوبه کې مخامخ شي.

د يادې لوبې لپاره دواړو لوبډلو خورا ډېر چمتووالی نيولی او د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د دواړو لوبډلو مينه وال د راتلونکي هیجاني لوبې لپاره په تمه دي چې ځينو مينه والو يې د لوبې ګټلو او بایللو په صورت کې د ملګرو په منځ کې له اوسه شرطونه ايښي دي.

د کرېکټ نړیوال جام مينه وال له اوسه د جام د پیلېدو لپاره شېبې شمېري.

افغان لوبډله به د نړیوال جام په الف ګروپ کې له اسټراليا، انګلینډ او نیوزیلنډ لوبډلو سره ولوبیږي.

Comments are closed.