The news is by your side.

مجاهد د ترکيې غونډې ته: د نجونو ښوونځيو خلاصېدل حتمي دي، د ټرانسپورټ اسانتيا ورته برابروو

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ترکيه کې د علماوو غونډې ته وويل، افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصېدل حتمي دي او پر دې موصوع کار روان دی.

مجاهد زیاته کړې چې د طالبانو حکومت نجونو ته د ښوونیز نصاب په اصلاح کولو، د تګ راتګ لپاره د ټرانسپورټي اسانتيا په چمتو کولو اداره يو جلا ښوونیز سیستم په جوړلو لګیا دي.

د طالبانو د حکومت له پیل سره سم له شپږم ټولګي پورته پر نجونو ښوونځي وتړل شول او د یو نیم کال په تېرېدو هم طالبان ونه توانېدل چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي.

د طالبانو وياند بار بار له ملت سره ژمنه کړې چې ډېر ژر به د دوی د‌ لورګانو او خویندو پر مخ ښوونځي پرانيزي خو طالبان د خپل منځي اختلافاتو له امله تر اوسه يوې پايلې ته نه دي رسيدلي.

د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو اوسني دريځ له امله د دوی حکومت د نړیوالو له خوا د سختو نیوکو سره مخ دي او ځکه د طالبان حکومت هم د رسمیت پېژندنې او نړیوال مشروعيت تر لاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

Comments are closed.