The news is by your side.

د ترهګرو د مالي ملاتړ له خړ لېست څخه د پاکستان نوم لېرې شو

د تورو پيسو د سپيناوي ادارې او له ترهګرۍ سره‌ د مالي مرستې د مخنيوي ادارې د پاکستان نوم د ترهګرو د ملاتړ له خړ لېست څخه وويست.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله دا پرېکړه د يادې ادارې د ځانګړې ډلې له خوا پرون په پاريس کې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته وشوه.

د يادې ادارې مشر راجا کمار ويلي پاکستان د تورو پيسو سپيناوي او ترهګرۍ ضد‌ تمويل سیسټمونو کې له ډېر کار وروسته د نيمګړتياوو په لېرې کولو د‌ ګډ‌ عمل موارد بشپړ کړل. خو زياتوي که څه د پاکستان نوم له لېست ووت خو لا هم ډېر کار ته اړتيا ده چې پاکستان يې بايد ترسره کړي.

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف په دې اړه په خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي چې د FTAF له خړ لېست نه د پاکستان نوم لېرې کېدل زموږ دوامداره هڅې وې.

پاکستان په ۲۰۱۸ز کال کې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ ضد ستراتيژيکي نيمګړتياوو له کبله په خړ لېست کې شامل شوی وو.

پاکستان کې دا مهال هم د يو شمېر ترهګرو ډلو پټنځايونه شته خو د پاکستان حکومت يې ردوي او دا پړه په افغانستان را اړوي.

Comments are closed.

koi finance