طالبانو کابل کې د داعش په پټنځي عمليات کړي
بېګا شپه د کابل ښار په کارت نو سيمه کې د چاودنو او پرلپسې ډير غږونه اورېدل شوي.
دکابل اوسېدونکو هم ويلي چې د اتمې حوزې اړوند د بني حصار شاوخوا سيمه کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل.
تر دې وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه وليکل چې په کابل کې یې د داعش ډلې يو پټنځای کشف کړی او عمليات يې پرې کړي.
تر اوسه د دغو عملياتو په اړه نور جزییات نه دي ورکول شوي.
د طالبانو له ولکې ته رسېدو سره سم په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه څه نا څه زيات شوي طالبان له داعش ډلې په وېره کې هڅه کوي د دې ډلې غړي پيدا او له منځه يوسي.
طالبانو د دې موخې په لړ کې يو شمېر ملکي وګړي هم داعش ډلې سره د اړيکو په تور نيولي او يا وژلي دي.
نړيوال لا هم افغانستان نه د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه لري خو طالبان ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ پېښ نه شي نو ځکه په همدې هڅه کې دي چې د داعش ډلې اړوند غړي پيدا او له منځه يوسي.
Comments are closed.