The news is by your side.

پاکستان کې د ننګرهار پوهنتون استاد چا لادرکه کړ؟

د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهور په پنجاب پوهنتون کې يې د ماسټرۍ زده کړې کولې لادرکه شوی.

استاد لیث عبدالرحیمزي د پاکستان د ماسټرۍ برنامې د دريم سمستر محصل وو او يوه اوونۍ وړاندې د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د راتګ په نيت په لاره کې لادرکه شو.

د نوموړي کورنۍ هم دا خبره تاييدوي چې له ښاغلي عبدالرحیمزي سره يې د يوې اوونۍ راهيسې اړيکه نه ده شوې، انټرنېټ يې بند دی او ملګرو يې هم د پلټنې او پيدا کولو هڅی وکړی خو په اړه يې هېڅ معلومات نشته.

کورنۍ يې وايي په پاکستان کې د استاد عبدالرحيمزي ملګري د پوليسو ادارو ته هم عارض شوي خو پوليسو ويلي دا ستونزه بايد‌ ډيپلوماټيکو اړيکو له لارې حل شي.

دوی له طالبانو غواړي چې د لیث عبدالرحیمزي په پيدا کولو کې دې ورسره مرسته وشي.

تر اوسه د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزي د لادرکۍ په اړه کره معلومات نشته چې نوموړی د پاکستان استخباراتي ادارې نيولی او که نه، ځکه استاد له کوم سياسي ګوند سره هم اړيکې نه لرلې او يوازې يې په زده‌ کړو کار درلود.

Comments are closed.

koi finance