The news is by your side.

پاکستان: طالبان چې واک ته رسېدلي زموږ هېواد کې بریدونه زيات شوي

پاکستاني چارواکي وايي د ۲۰۲۱ د اګسټ نه چې کله طالبان واک ته رسېدلي په پاکستان کې وسله وال بریدونه زيات شوي دي.

پاکستاني چارواکو پرون (پنجشنبه ۲۰مه) وویل چې په يادو بریدونو کې ۴۵۰ تنه وژل شوي چې زياته برخه يې د دې هېواد امنيتي ځواکونه دي.

دوی په پاکستان کې د وسله والو بريدونو زياتوالی افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدل ښيي.

پاکستاني چارواکي تور پور کوي چې د پاکستان ضد وسله وال په افغانستان کې پټ دي او له همغې ځايه په پاکستان کې بریدونه تنظيموي.

په پاکستان کې د ډېرو بريدونو مسووليت د پاکستاني طالبانو غورځنګ اخيستې يا يې پرې پړه ور اچول شوې ده.

په پاکستان کې د بریدونو له زياتوالي سره سم د ياد‌ هېواد پوځ په ټول هېواد کې د ترهګرو په ضد عمليات شروع کړي.

په پاکستان کې اوس مهال هم يو شمېر ترهګرې ډلې پټنځايونه لري خو پاکستاني چارواکي دا ادعاوې ردوي او له لومړي وزير نيولي تر ټيټ پوړو چارواکو پورې يې ټول د ترهګرو ډلو پټنځايونو شتون په افغانستان را اړوي.

خو طالبانو د پاکستان ادعاوې رد‌ کړې وې چې ګواکې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او د پاکستاني چارواکو نويو څرګندونو ته يې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed.