د ترهګرو د مالي ملاتړ له خړ لېست څخه د پاکستان نوم لېرې شو
د تورو پيسو د سپيناوي ادارې او له ترهګرۍ سره د مالي مرستې د مخنيوي ادارې د پاکستان نوم د ترهګرو د ملاتړ له خړ لېست څخه وويست.
د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله دا پرېکړه د يادې ادارې د ځانګړې ډلې له خوا پرون په پاريس کې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته وشوه.
د يادې ادارې مشر راجا کمار ويلي پاکستان د تورو پيسو سپيناوي او ترهګرۍ ضد تمويل سیسټمونو کې له ډېر کار وروسته د نيمګړتياوو په لېرې کولو د ګډ عمل موارد بشپړ کړل. خو زياتوي که څه د پاکستان نوم له لېست ووت خو لا هم ډېر کار ته اړتيا ده چې پاکستان يې بايد ترسره کړي.
په ورته مهال د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف په دې اړه په خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي چې د FTAF له خړ لېست نه د پاکستان نوم لېرې کېدل زموږ دوامداره هڅې وې.
پاکستان په ۲۰۱۸ز کال کې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ ضد ستراتيژيکي نيمګړتياوو له کبله په خړ لېست کې شامل شوی وو.
پاکستان کې دا مهال هم د يو شمېر ترهګرو ډلو پټنځايونه شته خو د پاکستان حکومت يې ردوي او دا پړه په افغانستان را اړوي.
Comments are closed.