طالبانو افغانستان کې د FM په څپه د ازادۍ راډيو فعاليتونه بند کړل
د راپورونو له مخې ويل کيږي چې طالبانو د افغانستان ۱۳ ولايتونو کې د FM په څپه د ازادۍ راډيو نشرات بند کړل.
په ظاهر کې طالبانو د ازادۍ راډيو د نشراتو د بندېدو لامل د خپرونو د محتواو په اړه د شکایتونو شتون ياد کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو رييس عبدالحق حماد د ازادۍ راډيو په يو راپور د نيوکې په ډول په ټويټر ليکلي وو چې موږ مجبور يوو چې د داسې مخربو رسنيو د فعاليت مخه ونيسو.
د هغې اشاره د ازادۍ راډيو د يو خبر په اړه وه چې کابل ته یې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني په سفر د ټولنيزو رسنيو د فعالانو په غبرګون ليکلی وو، په دې خبر کې ازادي راډیو د ملايکې احمدزۍ په نوم د يوې فعالې خبریالې قول را اخيستی وو چي ويلي يې وو« ملايان له خدايه ډاريږي که له حنا جانې»
ازادي راډيو د FM په څپه د دوی د فعالیتونو د بندېدو په اړه په خپله فېسبوک پاڼه څه نه دي ويلي خو له اورېدونکو يې غوښتي چې په انټرنېټ په ژوندۍ بڼه د دوی نشرات واوري.
تر دې وړاندې طالبانو د يو شمېر نورو بهرنيو رسنيو فعاليتونه هم تړلي.
طالبان وايي چې د ټولو بهرنيو او کورنيو رسنيو فعاليتونه بايد د دوی د حکومت په ګټه وي.
Comments are closed.