The news is by your side.

په تېره يوه اوونۍ کې په کندهار کې له ۱۵ ډېر طالبان ترور شوي

په‌ دی وروستيو کې په کندهار ولایت کې د طالبانو ترور او هدفي وژنو زور اخيستی.

په تېره يوه اوونۍ کې په کندهار ولايت کې له ۱۵ ډېر طالبان د هدفي وژنو په پايله کې وژل شوي.

دا بريدونه په تېرو دووه ورځو کې د کندهار ښار په ۱۱,۱۲ او دويمه حوزه کې شوي.

خبريال ډاټ کام نه له کندهار ولايت نه سرچينو تاييد کړې چې هره ورځ درې-څلور طالبان ترور کيږي.

د هدفي وژنو له زياتېدو سره په کندهار کې طالب چارواکي سخت وارخطا دي او دی شپې تر ناوخته يې والي د وضعيت د کنټرول لپاره امنيتی مخابرو ته ناست وي.

ويل کيږي په کندهار ولايت کې طالبان له ډاره خپلو دندو ته نه ځي.

د دغه‌ هدفي وژنو په پايله کې نه يوازې طالبان بلکې د طالبانو د‌ کورنيو غړي هم په نښه کيږي.

د يادونې وړ ده چې په کندهار ولايت کې چريکي او هدفي بريدونه زيات شوي خو طالبان يې ردوي.

په ورته مهال د کندهار والي له پاکستانه د کندهار لپاره د امنيتي کېمرو د نصب غوښتنه کړې وه.

د خبریال ډاټ کام ادارې ته وړاندې په‌ دې اړه ځينو سرچينو ويلي وو چې د کندهار والي وفا له خپلو پاکستاني بادارانو د CCTV مرسته غوښتې وه.

Comments are closed.