پاکستان يو ځل به طالبانو تور پورې کړ چې ترهګرو ته يې ځای ورکړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ويلي په پاکستان کې بريدونه د افغانستان له خاورې تنظیميږي.

رانا ثنا الله د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې له پرونۍ چاودنې وروسته اسلام اباد کې خبري کنفرانس ته وويل ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټ دي او هغه خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

نوموړي زياته کړه چې د ټي ټي پي مشران او نږدې شپږ زره غړي يې په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان بريدونه کوي.

هغه ويلي که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت له نړيوالو سره ژمنه کړې وه چې خاوره به يې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کيږي خو اوس داسې کوي او که له نړيوالو سره تعامل غواړي نو بيا دې د نړۍ سره په کړيو ژمنو عمل وکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت بيا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

وړمه ورځ د پاکستان بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د يو ځانمرګي برید له امله درې تنه ووژل شول او نږدې ۲۳ ټپيان شوي.

د دغه بريد پړه ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More