The news is by your side.

پاکستان: له افغانستان د خپل سفارت کارکوونکي نه وباسو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو وياند پرون په افغانستان کې د دوی پر شارژدافير له بريد وروسته ويلي دوی ته افغانستان څخه د خپل سفارت کارکوونکي نه وباسي.

ياد وزارت په ټوېټر پاڼه ليکلي چې چې له بريد وروسته د سفارت د تړلو او يا د ډيپلوماټانو د ويستلو هیڅ تکل نه لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې د طالبانو حکومت سره په اړيکه دی چې دغه پېښه وڅيړي او د هغوی ته لوري يې د دوی د سفارت د کارکوونکو د امنيت ساتلو ډاډ ترلاسه کړي.

پرون ماسپښین په کابل کې دوه بريدونه وشول چې په يو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په نښه شوی وو چې ژوندی ووت او په دويم بريد کې د پاکستان سفارت سرپرست عبيدالرحمن نظامياني په نښه شوی وو.

پاکستانی شارژدافير نظامياني له بريد روغ ووت خو يو ساتونکی يې سخت ټپيان شوی دی.

طالبانو د دې بريد په اړه د ژر تر ژره د څېړنو خبره کړی وايي عاملان به يې پيدا او ونيسي.

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري سره په دې اړه ټېلفوني خبرې کړي خو په دې اړه ډېر جزییات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.

Comments are closed.