The news is by your side.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير: طالبانو نه چې هر چا ډېرې چاودنې کړي وي لوړ امتيازات ورکوو

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير ندا محمد نديم وايي، په طالبانو کې چې هر چا ډېر ماينونه پټاو کړي يعنې چاودولي وي ډېر امتيازات ورکوو.

د طالبانو دا وزير زياتوي چې يادو شويو طالبانو ته به له ازموينې پرته د لوړو زده کړو معتبر سندونه هم ورکول کيږي.

د طالبانو وزير ندا محمد نديم چې هرات ولايت ته په سفر تللی وو په وروستيو څرګندونو کې ويلي چې عادي خلک چې د لوړو زده کړو استاد ولري له ازموينې وروسته به ورته دندې ورکول کيږي. «خو څوک حق نه لري چې له شېخ الحاديثو، د مدرسو له چڼو او حافظانو ازموينه واخلي، دوی به له ازموينې پرته اسناد او دندې ترلاسه کوي.»

د ندا محمد نديم دې څرګندونو په خواله رسنيو کې د فعالانو غبرګونونه راپارولي او د لوړو زده کړو د وزير په څرګندونو يې ملنډې وهلي.

دوی وايي څنګه کېدای شي چې نالوستو ترهګرو او ځانمرګي بريدګرو ته دې د لوړو زده کړو سندونه او دندې ورکړي شي.!؟

فعالان وايي، د طالبانو د وزير دا څرګندونې د لوستي قشر لپاره چې په خواريو او ستړياوو يې لوړې زده کړې کړي خورا خواشينوونکي دي. او دا پر عصري زده کړو لوی او بد ګذار ګڼو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له پيل سره سم دې ډلې لوستي او د لوړو زده کړو سندونو لرونکی ځوانان له دندو لېرې کړل او د خپلو مدرسو چڼي يې وګومارل.

Comments are closed.

koi finance