ډبليو اېچ اوو افغانستان سره د روغتيا برخه کې د اروپايي ټولنې ۱۶ ميليون ايرو مرسته اعلان کړه
د روغتيا نړيوال سازمان يا WHo د روغتيا په برخه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ۱۶ ميليون ايرو د مرستې خبر ورکړی.
ډبليو اېچ او په دې اړه په ټوېټر ليکلي چې دا مرستې به په افغانستان کې د رواني روغتيا او مخدره موادو اعتيادو د ښه کیدو لپاره ولګوي.
ډبليو اېچ او وايي اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خلکو لپاره د يو ښه او دوامداره روغتيايي سیستم په رامنځته کولو کې ژمنه ده.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پيل سره د ډېرو اساسي برخو سره سره روغتيايي برخه هم له بحران سره مخ شوې.
افغانان اوس مهال د ناروغيو د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته ځي چې هلته ورتګ هم ورته د اوسپنې د نينو چيچل دي. ځکه د پاکستان حکومت دې هېواد ته د افغانانو ورتګ سخت کړی او نا قانونونه ورتلونکي افغان ځوروي.
Comments are closed.