The news is by your side.

د کاج ښوونيز مرکز بريد کې په يو سترګه متضرره شوې نجلۍ فاطمه د درملنې لپاره بهر ته ولېږل شوه

څه باندې درې مياشتې وړاندې په کابل کې په کاج ښوونيز مرکز د بريد پرمهال د دغه مرکز د ټپيانو شويو زده کوونکو له ډلې فاطمه چې يوه سترګه يې متضرره شوه

فاطمه چې له روغتون ووتله په يوه سترګه يې ليدل نه شول کولی. خو بيا هم نوموړې همت وکړ او خپلو نيمګړو زده کړو ته يې بيا دوام ورکړ چې بلاخره
سږکال د کانکور په ازموينه کې هم په لوړو نمرو د طب پوهنځي ته بريالۍ شوه.

په کاج ښوونيز مرکز له بريد او د‌ فاطمي له ټپي کېدو وروسته چې نوموړې بيا همت وکړ او په لوړو نمرو بريالۍ شوه د نړيوالو پام يې ځان ته را واړاوه.

د نوموړې د ښې درملنې په پار نوموتي افغان سندرغاړي فرهاد دریا، مخکښې خبریالې فرحناز فروتن او ځينو فعالانو د مرستې راټولولو لپاره په خواله رسنيو کمپاين پيل کړی وو.

د دې کمپاین مشري چې فرهاد دریا په غاړه وړله پرون په خپله فېسبوک پاڼه زېری ورکړ چې بلاخره دوی بريالي شول چې فاطمه د ښې درملنې لپاره ترکيې هېواد ته وليږي.

نوموړي له ټولو مرستندويانو او ترکيې هېواد له حکومت مننه کړې چې د فاطمې په درملنه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د يادونې وړ ده چې فاطمه د سږکال د بي بي سي د سلو اغېز نامو مېرمنو په نوملړ کې هم راغلې ده.

Comments are closed.