The news is by your side.

بې پولې خبريالانو ټولنه: ۲۰۲۲ د خبريالانو لپاره تر ټولو بد کال وو

د بې پولې خبريالانو نړيواله ټولنه وايي سږ ۲۰۲۲ کال په نړۍ کې د خبريالانو لپاره هېڅ ښه نه وو.

يادې ټولنې په يو راپور کې ويلي چې سږ کال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې ۵۰۳۳ خبريالان بنديان شوي چې په دومره لوړ شمېر کې د خبريالانو بندي کېدلو په تېر کې هېڅ ستری نه درلود.

د بې پولې خبريالانو ټولنې په نړۍ کې د خبريالانو د وژل کیدو په اړه هم انديښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې سږکال ۵۷ خبريالان وژل شوي چې زيات شمېر يې د دندې پر مهال او ځينې يې د اداري فساد او سازمان شوي جرمونو په تړاو د راپور چمتو کولو پر مهال په قصدي ډول وژل شوي.

په ورته مهال په افغانستان کې هم د طالبانو د يو نيم کلنې واکمنۍ راهيسې د خبريالانو او رسنيو وضعیت ډېر وخيم شوی دی.

د طالبانو د استخباراتو له خوا خبريالان نيول کيږي، بنديان کيږي او وهل ټکول کيږي، چې له امله يې زيات شمېر افغان خبريالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

تر بل هر وخت د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې رسنۍ له بحران سره مخ دي

Comments are closed.