The news is by your side.

طالبانو د پوهنتون په ښځينه محصلينو نوي محدوديتونه ولګول

د طالبانو حکومت په ښځو او نجونو د محدودويتونو لګولو په درشل کې دا ځل د پوهنتون په ښځينه محصلينو نور محدوديتونه هم ولګول.

د بي بي سي پښتو نړیوالې رسنۍ د راپور له مخې ويل کيږي چې طالبانو د ښځينه محصلينو د فراغت غونډو د جوړولو په برخه کې ځينې بنديزونه لګولي.

لومړی ويل کېدل چې نجونې په بشپړ ډول د پوهنتون د فراغت غونډو جوړولو نه منع شوي خو د‌ کابل پوهنتون چارواکي وايي چې نجونې د فراغت غونډو نه منع شوي نه دي بلکې د ښځينوو فراغت غونډو کې به يوازې ښځينه ګډون کوي او د دوی د کورنۍ نارينه غړي به هم ورسره نه وو.

بي بي سي پښتو رسنۍ ته د هغې خبرپاڼې کاپي هم رسیدلې چې د کابل پوهنتون ټولو پوهنځيو ته لېږل شوې او په کې له ښځينه محصلينو غوښتل شوي چې فراغت غونډو کې بايد پوره حجاب مراعت کړي او غونډه يې لنډه وي او پرته له اسلامي حجاب له په مراسمو کې د ګډون اجازه ونه لري.

په افغانستان کې د پوهنتونونو فارغ شويو زده کړيالانو ته د فراغت غونډې د ودونو په تالارونو کې نيول کيږي.

د کابل پوهنتون اداره وايي چې سږ کال يې د ټولو پوهنځيو نه څه باندې ۴ زره محصلين فارغ شوي چې ۲ زره او ۱۶ يې ښځينه دي.

Comments are closed.

koi finance