طالبانو د بلخ پوهنتون ښځينه محصلينې د محرم پرته له تګ راتګ منع کړې
د بلخ پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلينې وايي، چې د پوهنتون له تړل کېدو وروسته طالبانو د نارینه محرم د نه لرلو په پلمه دوی کور ته له تګ منع کړي دي.
د دغو محصلینو په وینا، طالبانو حتی یو شمېر هغه ښځینه زده کوونکې چې خپلو کورونو ته روانې وې، له تګ را ګرځولي او لیلیې ته یې استولي دي.
د زن ټايمز رسنۍ د بلخ پوهنتون د محصلینو له قوله ليکلي چې د خزاني سمستر ازموينې پای ته ورسېدې، موږ او د کابل او دایکندي ولایتونو ۱۱ نجونې کور ته د تګ په نيت له لیلیې ووتو چې کورونو ته لاړې شو، خو په دروازه کې طالبانو له تګ منع کړو
نوموړو نجونو زيات کړې چې طالبانو د دوی موټر چلوونکى هم له دې امله ووهلو، چې له محرم پرته يې نجونې وړې وې.
زن ټايمز د دغې محصلينو له قوله ليکلي چې بېوزله پلار يې د کورنۍ يوازينى سرپرست او نفقه راوړونکی دی او د مالي ستونزو له امله نه شي کولى، چې له ده سره سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د وري يا حمل په میاشت کې طالبانو پر ښځو له نارینه محرم پرته پر تګ بندیز ولګاوه.
که څه هم طالبانو ویلي وو، چې دا بندیز له ۷۲ کیلومترو څخه د زیاتو سفرونو لپاره دی، خو اوس دا بندیز په لنډو لارو هم پلی شوی او حتی ښځې یې له نارینه ملګري پرته روغتیايي کلینیکونو ته د تګ مخه نیولې ده.
Comments are closed.