The news is by your side.

ژغورنې نړيواله کمېټه: افغانستان په نړۍ کې دريم هېواد دی چې له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی

د ژغورنې نړيوالې کمېټې يا ای آر سي د نوې سروې له مخې افغانستان د بشري بحران مخ هېوادونو نوملړ کې په دريم ځای راغلی.

ای آر سي وايي ښايي افغانستان په راتلونکي کال کې هم له سخت بشري بحران سره مخ وي.

د چهارشنبې په ورځ د ژغورنې نړيوالې کمېټې کلنی بېړنی لېست خپور کړی چې په کې سومالیا په لومړي، يوټوپيا په دويم او افغانستان بشري بحران او خطر سره مخ په دريمه کټګورۍ کې ځای کړی.

ای آر سي يا د ژغورنې نړيوالې کمېټې ويلي افغانان د سياسي بدلون سره سره لا هم اقتصادي سقوط سره مخ دي او لا هم د اقتصادي وضعيت د ښه والي هڅی کفايت نه کوي.

د دغې کمېټې د راپور له مخې وچکالي او سېلابونه د افغانستان د اقتصادي وضعيت د خرابېدو نور مهم لاملونه دي.

ياده کمېټه په ۲۰۲۳ کال کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه هم اټکل کوي چې تر ټولو سخت بار به يې دوی تجربه کړي.

خو طالبان د نړيوالو خبرې ردوي او وايي افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعيت دومره هم خراب نه دی لکه څنګه چې يې نړيوال سازمانونه خبر ورکوي.

Comments are closed.