The news is by your side.

پاکستان: موږ په هر ډګر کې د افغانستان استازيتوب کړی؛ خو دوی زموږ پر ضد وسلې ته لاس کړی

د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون مشر فاروق نايک وايي موږ تل د لويديځ هېوادونو د غوښتنو پر ضد له افغانستان سره دریدلي يوو خو نور بايد خپله تګلاره کې بدلون راوړو.

نوموړي کابل کې د دوی په سفير بريد ته په اشارې ويلي،پههر ډګر کې مو د افغانستان استازيتوب کړی خو دوی تل زموږ پر ضد وسلې ته لاس کړی.

پاکستاني رسنيو ويلي نوموړي دا خبرې د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون په غونډه کې کړي دي.

پاکستاني رسنيو په راپورونو کې ويل کيږي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اسد مجيد هم په دې غونډه کې په کابل د‌ دوی په شارژدافير نظامياني د بريد په تړاو معلومات ورکړل.

نوموړي ويلي چې پر شارژدافير نظامياني سل مرمۍ فاير شوې وې خو دا چې هغه ترې روغ ووت يو معجزه وه او په ساتونکي دوه مرمۍ لګېدلې وې چې په بېړنۍ توګه مو په چورلکه کې پېښور ته انتقال کړو.

د پاکستان چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د دوی پر شارژدافير عبيدالرحمن نظامياني په کابل کې بريد وشو چې نوموړی ترې روغ ووت خو يو ساتونکی يې ټپي شو.

همدارنګه په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي بريدونه هم زيات شوي چې د پاکستان حکومت يې پړه په افغانستان کې پر حاکمو طالبانو اچوي چې ګواکې دوی پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی او له افغانستان خپل بريدونه تنظيموي.

Comments are closed.

koi finance