The news is by your side.

برېټانيا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د جنګي جنايت په اړه څېړنې پيلوي

د بریټانیا د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د دوی د پوځيانو په اړه د جنګي جنايتونو د ادعاوو په اړه څېړنې کوي.

د بي بي سي د يوې څېړنې چې پايلې څو مياشتې وړاندې خپرې شوې ښودلې چې د برېټانيا ځانګړو هوايي ځواکونو د مشکوکو حالاتو پر مهال بنديان او بې سلا کسان وژلي دي.

د برېټانيا د ځانګړو ځواکونو له خوا په ۲۰۱۰ او يوولسم کلونو کې په افغانستان کې د وژلو او يا نيولو تر لسو ډېرو چاپو اړوند راپورونه شامل دي.

اوس د برېټانيا د دفاع وزارت مرستيال اندريو مورېسن وايي د شويو ادعاوو په اړه به په لرې توګه څېړنې وشي او ټولو اندېښنو ته به ځواب وموندل شي.

موریسن زيات کړې چې پلټونکي به يې عينې شاهدان ټغږوي او اړ به يې کړي چې شواهد او لاسوندونه ورسره شريک کړي.

د بریټانیا د پوځي قوانينو له مخې که د پوځ کوم افسر د يو نظامي د جنګي جنايت نه خبر شي او په اړه يې مشرتابه ته راپور ور نه کړي نو دا خپله هم جنګي جنايت دی.

Comments are closed.

koi finance