The news is by your side.

طالبانو د ودونو لپاره ولور اخيستل بند کړل

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له دې وروسته په ودونو کې د نجلۍ د کورنۍ له خوا د ولور يا پيسو اخيستل منع کړل.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي مهر ورکول د اسلام له نظره د نجلۍ حق دی خو ولور يا طويانه اخيستل غير شرعي يې عمل بللی او بنديز يې پرې ولګاوه.

ياد وزارت په دې اړه ليکلي خطبه د جوماتونو ملا امامانو ته لېږلې وه چې نن يې خلکو ته په اړه تبليغ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې د ښځې کولو يا واده بيې ډيرې لوړې دي او د نجلۍ کورنۍ د زوم په کورنۍ د ولور لپاره ډېری جګې پيسي ږدي. چې له امله يې ځوانان اړ وي چې هېواد پرېږدي او په نورو هېوادونو کې د خپل واده او ولور مصرف وګټي.

د طالبانو له دې پرېکړې خلک خوښ دي په ځانګړې توګه ځوانان وايي چې له دې وروسته به اړ نه وي د ودونو کولو لپاره لومړی مسافري او سخت کارونه وکړي.

Comments are closed.