طالبانو تخار ولايت کې د تخارستان راډيو مسوول نيولی او وهلی ډبولی دی

د طالبانو استخبارات د قوس په ۱۸مه په تخار ولايت کې د تخارستان محلي راډيو سرپرست او خبريال ذبيح الله نوري کور ته ورغلي وو، د کور پلټنې يې کړې، د نوموړي د کورنۍ غړي هم وهلي وو او نوموړی او د هغه ورور يې نيولي او له ځان سره بیولي وو.

ويل کيږي ذبيح الله نوري او ورور يې درې شپې ورځې د طالبانو په بند کې وو او د طالبانو له خوا تر شکنجې لاندې وو چې ډیر وهل يې ورکړي دي.

د افغانستان ژورنالېستانو مرکز او خبريالانو مدافع ټولنو د طالبانو دا کار غندلی او لا طالبانو يې غوښتي چې د خبريالانو نيول او ټکول ودروي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان خبريالان او د رسنيو مسوولين نيسي او شکنجه کوي يې بلکې تر دې وړاندې هم د طالبانو استخباراتو خبريالان نيولي او وهلي ډبولي دي چې زيات شمېر خبريالان له هېواده په وتلو اړ شوي دي.

نړيوالو د طالبانو له خوا د خبریالانو او فعالانو نيول بار بار رد کړي او له دوی یې غوښتي چې د خبريالانو د ځورولو لړۍ ودروي خو طالبان پرې غوږ نه ګروي او په بيا بيا ورته کړنې تکرارويډ

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More