The news is by your side.

پاکستان کې د پيسو په مقابل کې لمونځونه پلورل کيږي

په ګاونډي هېواد پاکستان کې د پيسو په مقابل کی د لمونځونو د پلورلو مرکز جوړ شوی.

په دغه مرکز کې قضا شوي لمونځونه پلورل کيږي او په مقابل کې يې له پلورونکو پيسې اخيستل کېږي.

د دغه مرکز مشر مهدي بلتساني په خلکو غږ کړی چې خپل قضا شوي او ان د مړو شويو عزيزانو قضا شوي لمونځونه دې هم پرې وپلوري وايي په مناسبه بيه يې موږ راګرځوو او هدیه کوو يې.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې داسې يو جالب کار کيږي بلکې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې د پاکستان د حکومت او خلکو له خوا د خپلې خوښې او زړه کارونه کيږي.

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په پاکستان کې د همجنسو او همجنس بازانو په خپلو منځونو کې د واده کولو قانون هم تصويب شو.
د دغه قانون له مخې ځينې ټرانس جېنډر يا د دريم جنس وګړي کولی شي د عمليات په واسطه خپل جنسيت ته تغير ورکړي او بيا د خپلې خوښې همجنس سره واده وکړي چې د دغه قانون د تصويب نه يې د پاکستان يو شمېر ديني عالمانو هم ملاتړ کړی وو.

Comments are closed.