طالبان د عمومي عفوې په نوم ځوانان غافل ګير کړي بيا يې ووژني

د طالبانو په واکمنۍ کې د ځوانانو او په ځانګړې توګه د پخواني حکومت کارمندان ورک کېدل او بيا يې مړي پيدا کېدل عادي شوې ده.

طالبانو د خپلې واکمنۍ د پيل په لومړيو کې عمومي عفوه اعلان کړه خو د عفوې سره سره هم فعالان او د پخواني حکومت کارمندان نيسي، ځوروي او شکنجه کوي يې.

تازه په خواله رسنیو کې د پخواني حکومت کارمند مجاهد بارک عکسونه لاس په لاس کيږي چې له ورک کېدو وروسته يې جسد موندل شوی.

ويل کيږي مجاهد بارک د عبدالولي شهباز زوی چې په خپل شخصي کاروبار بوخت وو د دېسمبر په ۱۵مه د کندهار ولايت په برو بازار سيمه کې لادرکه شو او په سبا يې د ښار د ۱۲مې حوزې اړوند سيمه مه کې د موټر سره مړی وموندل شو.

د خواله رسنیو فعالان د نوموړي د وژنې تور په طالبانو لګوي وايي طالبان د عمومي عفوې په نوم ځوانان غافل ګير کړي او بيا يې ووژني.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو په يو نيم کلنه واکمنۍ کې د پخواني حکومت کارکوونکي او خبريالان تر بل هر وخت زيات ځورول کيږي او شکنجه کيږي.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې بار بار د طالبانو له خوا د پخواني حکومت کارمندان او په ځانګړې توګه د پوځ ليکو کې پخواني پوځيان ونيول شول او د طالبانو تر سختو شکنجو لاندې شهيدان شوي.

نړيوالو هم د طالبانو له حکومت غوښتي چې د خپلې عمومي عفوې په وعدې ودريږي او د خلکو ځورونه ودروي خو طالبان پورتنۍ خبرې او ورته ادعاوې ردوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More