د سالنګ په تونل کې د يو ټانکر چپه کېدو له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کابل- شمال لويې لارې سالنګ تونل کې بېګا شپه شاوخوا نهه بجې د يو ټانکر موټر چپه کېدو او اورلګېدنې له امله ګڼ کسان ټپيان او ياده لاره د ټرافيکو پر مخ وتړل شوه.
د طالبانو د بغلان امنيه قوماندان شیراحمد برهاني وايي ياده پېښه تاييدوي خو وايي معلومه نه ده چې د سالنګ په تونل کې د تېلو او که د ګازو ټانکر چپه شوی دی.
ويل کيږي په پېښه کې يو تن مړ شوی او ۲۵ نور ټپيان دي خو د طالبانو د بغلان امنيې قومندان برهاني وايي چې ځايي سرچينو ورته د ۱۶ تنه مړه او ټپيان دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت رسنیو ته ويلي چې په تونل کې ټانکر چپه شوی او اور يې اخيستی خو د اور د زياتوالي له امله د سالنګونو د ساتنې او څارنې کسان نه شي کولی تونل ته ننوځي خو هڅی يې روانې دي.
ويل کيږي په تونل کې لا هم ډېر مسافرين بند پاتې دي.
Comments are closed.