The news is by your side.

د سالنګ اورلګېدنې پېښه: ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي

د کابل-شمال لويې لارې سالنګ تونل کې د تېلو ټانکر چپه کېدو او اور لګېدنې له امله ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د سالنګ تونل کې د رامنځته شوې اور لګېدنې د قربانيانو او ټپيانو د انتقال او عاجلې درملنې په موخه يې طبي پرسونل د لومړنيو مرستو او د پوځي هليکوپټرو سره سيمې ته د خلکو د ژغورنې لپاره استولي دي.

تر دې دمه د دغې پېښې د مړو شمیر ۱۲ او ټپيانو ۳۷ ښودل شوی.

د يادونې وړ ده چې پرون شپه شاوخوا نهه بجې د سالنګ تونل کې د تېلو يو ټانکر چپه کېدو له امله شديده اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

د سالنګ لویه لار د ټرافيکو پر مخ تړل شوې او تونل يې د سختې اورلګېدنې له امله تخريب شوی دی.

Comments are closed.

koi finance