The news is by your side.

ارجنټاين د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام اتلوالي وګټله

ارجنټاين د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام په پای لوبه کې فرانسې ته ۴-۲ پنالتي شوټونو ماتې ورکړه او د دريم ځل لپاره د نړيوال جام اتله لوبډله شوه.

د فوټبال لوبه پرون ماښام د کابل پر وخت ۷ نيمې بجې پيل شوه. لوبه د قطر په لوسيل لوبغالي کې ترسره کېده.

د لوبې لومړی ګول د ارجنټاین لوبډلمشر لیونل میسي په ۲۳مه دقيقه کې ترسره کړ.

ميسي او د لوبډلې ملګرو يې په پوره پام لوبه کوله او د بيا بيا پنالتي شوټ وهلو هڅه يې کوله چې بلاخره په ۳۶مه دقيقه کې يې د انجيل ديماريا په غوره شوو يې دويم ګول هم ترسره کړ.

د فرانسې لوبغاړو تر ۷۸مې دقيقې هېڅ ګول ترسره نه کړ خو د ارجنټاین د ګول ساتونکي نه خطا وشوه چې د پنالتي شوټ لامل شوه او د فرانسې لوبغاړي ايمباپي د خپلې لوبډلې په ګټه لومړی ګول ووهه.

د فرانسې لوبغاړو تر لومړي ګول وهلو وروسته په ۸۲مه دقيقه کې دويم ګول هم وواژه او لوبه يې مساوي کړه.

د لوبې وروستۍ ۳۰ دقيقې خورا جالبې وې له ۱۰۸ دقيقو وروسته ليونل ميسي دريم ګول هم ووهلو او د ارجنټاین مينه والو ته يې د بريا هيله ورکړه.

بلاخره د لوبې تر پايه ارجنټاین څلور او فرانسې همغه دوه ګولونه ووهل او په‌ دې سره ارجنټاین د دريم ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام اتله لوبډله شوه.
ويل کيږي ښايي د ارجنټاین لوبډلمشر ليونل ميسي تر دې وروسته په نړيوالو لوبو کې ونه لوبيږي خو د وروستي ځل لپاره يې هم وکولی شول خپله لوبډله په پنځم نړيوال جام کې هم اتله‌ کړي.

د يادونې وړ ده چې ارجنټاین د وروستي ځل لپاره ۳۶ کاله وړاندې په ۱۹۸۶ د فوټبال نړیوال جام سیالیو اتلولي ګټلې وه.

Comments are closed.