The news is by your side.

راپورونه: د پاکستان د ديني عالمانو يو هيئت روانه اوونۍ کابل ته راځي

د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان د ديني عالمانو يو خبر کسيز ګډ هيئت روانه اوونۍ افغانستان ته سفر کوي.

راپورونه ښيي چې دغه څلور کسيز هيئت به په کابل او کندهار کې له يو شمېر طالب چارواکو سره وګوري.

ويل کيږي په دې لیدنو کې د ډيورنډ کرښې د وروستيو نښتو، کابل کې د پاکستان پر شارژدافير نظامياني بريد او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت خبرې وشي.

په ورته مهال د پاکستان کې د طالبانو شارژدافير سرادار محمد شکېب د ډيورنډ پر کرښه د ستونزو د مخنيوي لپاره د يوې ګډې کمېټې د جوړولو خبر ورکوي وايي له دې وروسته به پر پوله را پيدا کېدونکي ستونزې دغه کمېټه څيړي او حلوي.

د پاکستان د ديني عالمانو پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تر بل هر وخت د د پاکستان سره پر فرضي کرښي د طالبانو نښتی رامنځته کيږي او دواړه لوريو ته ملکيان قرباني ورکوي.

Comments are closed.