The news is by your side.

ټي ټي پي د پاکستان ترهګرۍ سره مبارزې له مرکز خپل ۲۵ غړي خوشې کړي

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت د بنو سيمه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې له مرکز خپل ۲۵ ملګري خوشې کړي دي.

د آزادې اروپا مشال د پاکستان سي ټي ډي او يو پوځي افسر له قوله ليکلي چې د تحريک طالبان پاکستان بنديانو له پوليسو په زور ټوپکونه اخيستي او خپل نور ملګري يې ازاد کړي.

ويل کيږي پاکستاني طالبانو د پاکستان اته پوليس هم يرغمل کړي وو. او ورسره په نښته کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي.

ورته مهال په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني وسله والو پر موټر بم بريد کې دوه عسکر هلاک شوي او څلور نور ټپيان دي.

په دې وروستيو کې په پاکستاني پوځيانو چاودنې او بريدونه زيات شوي چې د زياتو هغو مسوليت يې تحريک طالبان پاکستان وه ټي ټي پي په غاړه اخيستی.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت ټي ټي پي سره په تېرې می مياشتې کې د نامعلوم وخت لپاره اوربند کړی وو خو د نومبر پر ۲۹مه يادې ډلې ادعا وکړه چې پاکستاني حکومت خپلې ژمنې ماتې کړي او دوی هم اوربند ماتوي چې سم د واره يې په پاکستان کې بريدونه هم پيل شول.

Comments are closed.