The news is by your side.

راتلونکی کال به هم د نجونو پرمخ پوهنتونونه تړلي وي

 خبریال وېبپاڼه: د تالبانو د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی چې د روانې حوت میاشتې په ۱۵مه نېټه به د ټولو سړو سیمو بهاري سمسترونه پیل شي.
د تالبانو د لوړو زدکړو ویاند ضیاء‌الله هاشمي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دا پرېکړه یې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې له مخې کړې.
که څه هم نوموړي د نجونو د پوهنتونونو په اړه څه نه دي ویلي، خو یوې باوري سرچینې خبریال وېبپاڼې ته تائید کړی چې تالبان نه غواړي چې په راتلونکي کال کې دې هم د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دوی دا کار د خپلو سیاسي موخو لپاره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې ویل شوي وو چې ښايي راتلونکي تعلیمي کال کې به د ټولو نجونو پرمخ پوهنتونونه او ښوونځي پرانېستي وي.
په ورته مهال یوې بلې سرچینې د نوم نه ښوودلو په شرط خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې په دې اړه په لوړه کچه د تالبانو ترمنځ خپل اختلاف هم رامنځته شوی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یو شمېر تالبان غواړي چې په افغانستان کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي، خو په خبره یې یو شمېر نور بیا دې برخې ته هیڅ لېوالتیا نه لري.
د معلوماتو له مخې د تالبانو د مشر ملاهبت الله پلویان اکثره یې د نجونو له زده کړو سره مخالف دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له یونیم کال زیاته موده کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي او له تېرو درې میاشتو راهیسې یې بیا پوهنتونونه هم تړل شوي دي.

Comments are closed.

koi finance