The news is by your side.

له افغانستان نه د پوځيانو وتلو په اړه د امريکا پخوانيو پوځيانو منفي نظر

ددوحې د تړون درېیمې کاليزې په درشل کې د آمریکا متقاعدو پوځيانو ترمنځ د شوې نظر پوښتنې پايلې ښيي چې ۷۳ سلنه پخواني آمريکايي پوځيان له افغانستان نه د دوی د ځواکونو د وتلو په اړه منفي نظر لري.

د دغې نظر پوښتنې پايلې چې پرون د کب په لسمه د سولې د تړون لاسليک په دريمه کاليزه اعلان شوې ښيي چې په سلو کې ۷۳ سلنه پخواني پوځيان له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو منفي نظر لري.

دا نظر پوښتنه چې د مېشن رول کال په نوم د متقاعدو پوځيانو مدافع ټولنې ترسره کړې وه او پخواني پوځيان يې پوښتلي وو چې د امریکايي ځواکونو وتلو د ترهګرۍ ضد مبارزې کې د امريکا ميراث څومره اغېزمن کړ؟ په سلو کې ۷۳ سلنه پوځيانو منفي نظر درلود او ۱۸ سلنو يې په دې اړه کوم خاص نظر نه دی ويلی.

ميليټري ټايم ورځپاڼې ويلي دا نظر پوښتنه د ۵ زره ۵۰۰ تنو متقاعدو پوځيانو ترمنځ شوې وه.

د مېشن رول کال ټولنې همدارنګه ويلي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو په اړه د هغو څېړنو ملاتړ کوي چې د امريکا د استازو جرګې يې په وروستيو کې په اړه اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو حکومت هم د کب لسمه د دوحې د تړون درېيمه کاليزه د خپلې بريا په نوم ولمانځله او د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې په دې تړاو کرمې ويناوې وکړې.

د ۲۰۲۰ کال فبروري په ۲۹مه د امريکا متحده ايالاتونو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې په نوم تړون لاسليک شو چې د طالبانو له لوري د جګړې درولو او د امريکايي ځواکونو د وتلو هوکړه په کې شوې وه.

Comments are closed.

koi finance