The news is by your side.

نیکي هیلي: پاکستان د ترهګرو ځاله ده

خبریال وېبپاڼه: د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده« نیکي هیلي» وايي، پاکستان د ترهګرو ځاله ده.
نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې اوس مهال هم په دغه هېواد کې د ترهګرو لسګونه ډلې شته، چې د پاکستان حکومت ورته ځای ورکړی.
نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تېرې یکشنې په ورځ یې هم « فاکس نیوز» خبرې شبکې سره په مرکه کې ویلي چې که ټاکنې وګټي، نو د چین او پاکستان په ګډون به په هغو هېوادونو خپلې مرستې بندې کړي چې له امریکا کرکه لري.
تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومت په خپل کور کې ترهګرو ډلو ته په ځای ورکولو تورن دی.
د پاکستان د حکومت په اړه نړیوال باور دا دی چې دا هېواد تل هڅه کوي د خپلو ګټو لپاره په سیمه کې نا امني رامنځته کړي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د نیکي هیلي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
د یادونې وړ ده چې د پېښور په « پولیس لاین» جومات کې له خونړي برید وروسته د جنوري میاشتې په ۳۱مه نېټه د پاکستان د دفاع وزیر « جواجه اصف» د یاد هېواد پارلمان ته په خپله وینا کې ویلي چې د ترهګرو ډلو تخمونه د پاکستان حکومت خپله کرلي دي.
له دې سره جوخت په هغه وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خان هم منلې وه چې ترهګرې ډلې د دوی له لوري رامنځته کېږي.

Comments are closed.

koi finance