نډ پرایس: تالبانو د دوحې هوکړه نه ده عملي کړې
خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا ویلي، چې تالبانو د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې او په دغه تړون کې کړې ژمنې یې نه دي عملې کړې.
د یاد وزارت ویاند نډ پرایس تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي چې د القاعدې شبکې مشر ته پناه ورکول، د افغان سیاستوالو ترمنځ د خبرو اترو نه ترسره کول او د ښځو پر وړاندې بندیزونه هغه څه دي، چې د تالبانو له خوا د دوحې د موافقې د نه مراعاتولو نښه ښکاري.
ند پرایس همدا راز ویلي، واشنګټن په نوي ښوونیز کال کې پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو د پرېښودو په اړه د تالبانو پرېکړې ته انتظار دی.
نوموړي زیاته کړې چې د دوحې تړون د تالبانو د پیاوړي کېدو، د افغانستان په حکومت کې زموږ د شریکانږ د کمزوري کېدو لامل شو.
نډ پرایس یو وار بیا له تالبانو غوښتنه کړې چې د دغه تړون پر اساس له امریکا او افغانانو سره کړې ژمنې کړي.
د دوحې په تړون کې ویل شوي چې تالبان به ټولشموله حکومت جوړوي، مېرمنو ته به د کار او نجونو ته به د زده کړو حقونه ورکوي، د بیان ازادي به مني او د افغانستان له خاورې څخه به نورو ته د ګواښ پېښېدو مخه نیسی؛ خو واک ته د تالبانو له رسېدو وروسته داسې څه نه لیدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د تالبانو مشرانو په امریکا تور پوری کړی چې د دوحې تړون یې نه دی عملی کړی.
بل لورته له تالبانو سره د پخواني حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي هم تېره شپه په خپلو څرګندولو کې ویلي چې تالبانو د دوحې تړون نه دی عملی کړی.
هغه دغه راز ویلي چې د دوحې تړون ځینې داسې پټې برخې هم درلودې چې د تالبانو او امریکا له مشرانو پرته بل چاته نه دي معلومې.
Comments are closed.