The news is by your side.

مک کال: امریکا باید پر تالب چارواکو نور بندیزونه هم ولګوي

خبریال وېبپاڼه: د تالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو بندیزونو د لګولو په دوام کې د امریکا د استازو جرګې رییس مایکل مک کال په دې وروستیو کې د دې ډلې پر وړاندې د بایډن د ادارې پر تګلارې او غیرفعاله کړنو نیوکه کړې ده.

خبریال وېبپاڼې ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته نن په یوه لیک کې مک کال لیکلي، چې د بایډن اداره د ښځو او نجونو په وړاندې د تالبانو د “غیر انساني” او “وحشتناک” چلند او له افغاني ټولنې څخه د هغوی د شړلو په وړاندې چوپه خوله پاتې ده.مک کال په دغه لیک کې ویلي دي: «د بایډن له ژمنې سره سره چې تالبانو ته حساب ورکوي، د تالبانو د چارواکو لپاره د ویزو محدودیتونه د تالبانو له خوا له ښځو او نجونو سره د وحشتناک چلند په وړاندې یوازینی ځواب دی. زه له حکومت څخه غواړم چې له ښځو او نجونو سره د تالبانو د غیر انساني چلند په وړاندې د ځواب ویلو لپاره نور مهم ګامونه پورته کړي.»نوموړي په دغه لیک کې پر تالبانو د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

مک کال وړاندې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده کړو، کار، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو بې برخې دي او په زور ودونو ته اړ کېږي.
د مک کال په وینا په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعین د تالبانو له خوا ځورول کیږي، زنداني کیږي او وژل کیږي.
هغه زیاته کړې ده: “زه د تالبانو لخوا له ټولنې څخه د افغان میرمنو او نجونو د ایستلو په اړه د حکومت د خاموش غبرګون په اړه اندیښمن یم.”د يادونې وړ ده، چې دا مهال اته تالب چارواکي امريکا ته له ننوتو منع شوي دي.تالبانو تر اوسه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته د امریکا د ولسي جرګې د رییس د دغه لیک په اړه څه نه دي ویلي.د یادونې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې تالبانو د ښځو پر زده کړو او کار بنديز لګولى او د نجونو د ښوونځيو دروازې يې له نږدې دوو کلونو راهيسې تړلې دي.

د ویلو ده، چې امریکا او تالبانو په وار وار یو بل د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړي دي.
په دې وروستیو کې د دې هوکړې د درې کلنې کلیزې په تېرېدو سره تالب چارواکو ویلي چې امریکا د دوی له حکومت سره د نورو هېوادونو د اړیکو مخه نیسي.

Comments are closed.