The news is by your side.

طالبان وروسته له دې د ډريوارۍ لایسنس هغه چا ته ورکوي چې د سفر دعا يې زده وي

طالبان هره مياشت په نويو او عجيبو فرمانونو اعلانولو سره هم خلک حيرانوي او هم خپلې نوې پرېکړې د خلکو منځ کې ريشخند او عملي کوي.

د طالبانو د ټرافیکو رياست تازه داسې فرمان صادر کړی چې تر دې وروسته به د ډرايورۍ يعنې د موټر چلونې لایسنس هغه چا ته ورکول کيږي چې د سفر دعا يې زده وي.

د طالبانو ټرافيکو ادارې ويلي له موټر چلوونکي به لومړی د سفر د دعا ويلو ازموينه اخيستل کيږي او له هغې وروسته به ياد کس ته د موټر چلونې لایسنس ورکوي.

د طالبانو دا پرېکړه په خواله رسنیو کې د فعالانو له خوا ريشخند شوې او د ځينو د پوسټونو او ليکنو سرټکی دی شوې ده.

د خواله رسنيو کاروونکي وايي د سفر دعا اوس دومره عامه او اسانه ده چې ان ماشومانو ته هم زده ده خو طالبان په دا ډول پرېکړو اخر څه کول غواړي.

ځينو د ملنډو په ډول ليکلي چې طالبان به زموږ د کور ماشومانو ته هم د موټر چلونې لایسنس ورکوي ځکه د سفر دعا يې زده ده.

طالبانو تر اوسه د خلکو ملنډو او نيوکو ته غبرګون نه دي ښودلی او نه يې هم د يادې پرېکړې په عملي کولو ټينګار کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان دا ډول فرمانونه صادروي بلکې تر دې وړاندې يې په ځينو برخو له اړوند کسانو ازموينې هم اخيستي دي.

Comments are closed.