The news is by your side.

يو افغان محصل د هند له مشهور پوهنتون څلور د سرو زرو مډالونه ګټلي

د محمد ياسين عظيمي په نوم يو افغان محصل په هند کې د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي دي.

محمد ياسين عظيمي د هند ګجرات ایالت سورت ښار کې د S.V NUT Surat ملي پوهنتون نه په خپلې وړتيا او استعداد څلور د سرو زرو مډالونه ګټلي.

دغه افغان ځوان په ياد پوهنتون کې د سېول انجينرۍ پوهنځي محصل دی او له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ پورې د خپل پوهنځي په کچه په لومړۍ درجه راغلی او د سرو زرو د څلورو مډالونو ګټوونکی شوی دی.

په هند کې د افغانستان سفير فريد ماموندزي په يو ستاينليک د نوموړي محصل د هڅو ستاينه او قدردانی کړی.

محمد ياسين عظيمي تېرکال د هند ګجرات ایالت له ياد مشهور پوهنتون څخه په عالي درجه فارغ شو او اوس مهال په هند کې ماسټري کوي.

د يادونې وړ ده چې د هند حکومت هر کال سلګونه افغان ځوانانو ته تحصيلي بورسونه ورکوي او دا مهال د هند په بیلا پوهنتونونو کې افغان محصلين په لوړو نمرو او ښه درجو زده کړې کوي.

Comments are closed.

koi finance