جان کربي: له تالبانو سره زموږ حساب پاتې
خبریال وېبپاڼه: د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې دوی به له تالبانو سره د کړو ژمنو په اړه حساب وکړي.
وروسته له هغې چې وړمه ورځ د امریکا د کانګرس د استازو مجلس یو غړي مایک مک کال وویل چې د بایډن اداره د تالبانو غړو ته د ویزو د ورکړې په محدودیت کې ناکامه ده؛ تازه د یاد هېواد د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې دوی له تالبانو سره د کړو ژمنو په اړه حساب کوي.
هغه ویلي چې که تالبان غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي نو پر هغو ژمنو دې عمل وکړي چې دوی له امریکا سره کړې دي.
کربي ویلي، امریکا تالبان په رسمیت نه پېژني او نه هم نیت لري چې په نژدې راتلونکي کې یې په رسمیت وپېژني.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړې چې د نجونو د زده کړو او مېرمنو د کار مسله به امریکا له نژدې وڅاري.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تېرې په پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس هم ویلي چې تالبانو ورسره کړې ژمنې نه دي عملې کړې.
Comments are closed.