د هرات په برید کې تالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
خبریال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې تالبان وايي په افغانستان کې یې د داعش ډله له منځه وړې، خو بیا هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې د بریدونو خبر ورکول کېږي.
تازه د تالبانو حکومت ویلي چې په هرات کې یې د یوې مېرمنې په ګډون د داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي.
د تالبانو ځايي مسوولینو ویلي چې دا عملیات یې د داعش ډلې پر یو پټنځای ترسره کړي چې وسلې او مهمات یې هم نیولي دي.
خو خبریال ویبپاڼې ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یوازې درې داعش وژل شوي او دولس تالبان هم له منځه تللي دي.
تالبان که څه هم خپل لورته اوښتې مرګ ژوبله نه تائیدوي، خو خبریال ویبپاڼې ته یوې باوري سرچینې ویلي چې تېره شپه د دواړو لورو ترمنځ لنډه نښته شوې وه، چې په پایله کې دولس تالبان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکا ویلي و چې په افغانستان کې درې زره داعش جنګیالي فعال دي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم تالبانو کابل کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړی و چې پر مهال یې دوه داعشیان وژل شوي وو.
Comments are closed.