اروپايي ټولنه: تالبان باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي
خبریال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي چې تالبانو ته په کار ده چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
نوموړي د تالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې اروپايي ټولنه د نجونو د زده کو ملاتړ کوي او تالبان نور باید د نجونو د زده کړو د بندیز لرې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
نیکولسن ویلي، په افغانستان کې نجونې او هلکان زده کړې غواړي، خو تالبانو تر اوسه د نجونو د زده کړو په هیڅ ګام نه دی پورته کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټآم ویسټ هم په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې تالبانو د نجونو د زده کړو په اړه پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
تالبان که څه هم وايي، چې په دې اړه یوه ځانګړې شرعي طرحه جوړوي، خو له شاوخوا یو نیم کال راهیسې دوی پر دې نه دي بریالي شوي چې د نجونو د زده کړو لپاره طرحه جوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې تالبانو ویلي چې په نوي تعلیمي کال کې به د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانېزي، خو څه موده وړاندې د تالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل چې په را روان پسرلني سمستر کې به یوازې د هلکانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستې وي.
Comments are closed.