The news is by your side.

د غني او عبدالله تر منځ خبرې او د دې خبرو پایلې!

خبریال ویب پاڼه – زما په اند دا خبرې دوه پایلې لرلی شي او په هغو دواړو پایلو باندې نه یواځې دا چې زه غږېدلی شم بلکې ګران لوستونکي پرې هم پوهیږي؛ دولت هم پرې خبر دی او د ډاکټر عبدالله عبدالله اړخ ته هم معلومې دي.

۱ـ یا دا چې دا خبرې به د دواړو خواوو تر منځ یو ګډ دوه سری دولت جوړ کړي خو ستونزه به د دوو سرونو نه وي؛ ستونزه به د هر سره سره د راغلو دوو پښو وي او په دې حساب به نه یواځې دا چې دولت دوه سری دولت شي بلکې بیا به دا دولت د دوو سرونو تر څنګ د څلورو پښو د دولت په نوم هم یادیږي او ستونزه د څلور پښیزو په ژوند کې نه ده تر هغې پورې چې دا څلور پښیزې یو سر ولري؛ ستونزه خو هله پېښیږې کله چې پښې څلور شي او سرونه دوه شي نو د دوو سرونو او څلورو پښو د دولتونو پایېدل به بیا همدومره ګران وي څومره چې د دوو سرونو او څلورو پښو د کوم نوي زېږېدلې ژوي ژوند ناشونی ګڼلی شو.

خو خېر دی داسې به و بولو چې« سل په لالي پورې دا یوه پرې د بنګړو» ځئ! د دوو سرونو او څلورو پښو دولت جوړ شو؛ په دې دولت کې به د کرسیو وېش، د وزارتونو او مقاماتو وېش، د واک وېش او نورې دا ډول ربړې نه څېړو؛ په دې به هم خولې ټپې کړو چې په داسې یوه دولت کې به د افغانستان د بېلابېلو توکمونو ونډې څوک او څنګه ټاکي او دا ټاکنې به څومره سمې او دا وېش به څومره د ملي سلنې څرګندويه او ژباړن وېش وي؛ په تېره بیا پښتون به پکې د افغان کور د مشر ورو په توګه خپله سمه ملي ونډه تر لاسه کړي او که نه؟! او تر هغې لا لویه خبره دا چې پښتو ژبې ته به د هغې پوره او بشپړه قانوني ونډه ورکړل شي اوڅه دا ژبه به بیا هم د دولت له اداري چارو واخله د افغان سوداګریز بازار د ننه د ملي اقتصاد د لويې ژبې په توګه او د دویمې ملي ژبې یا دري ژبې د مشرې خور په ډول یو اغېزمن او څرګند رسمي استعمال ولري او که نه، دا زمونږه لومړنۍ ملي ژبه پښتو به بیا هم همداسې له هر رسمي نرخه پرېوتې او غورځېدلې پاتې وي؛ ځکه چې ژبې تر هغې وړاندې نه شي تللی تر څو چې د یوه هېواد د بازار، اقتصاد او د هېواد د کارکوونکو دکار او تنخوا ژبې نه شي.

خو ځئ! دا ربړه به هم اوس پرېږدو او بېرته به خپلې هغې لومړنۍ خبرې ته راشو چې د دولت او ډاکټر عبدالله تر منځ د خبرو دوه پایلې دي:

یوه پایله خو یې دا کېدای شي چې دواړه غاړې سره نیږدې شي او یو دوه سری دولت جوړ کړي چې وړاندې مو ورته اشاره وکړه او ښه بربنډه اشاره مو ورته وکړه.

۲ـ او بله پایله یې دا هم کېدای شي چې د دواړو خواوو تر منځ د اروپایي ټولنې او امریکایانو د ټول پرې ایستې زور سره سره بیا هم خبرې بې پایلې پاتې شي او دا جوپه شله شوته بېرته په لومړني ګام کې داسې په ټپه ودریېږي چې پښې یې په خپلو پنڅو کې نښتې وي، نو دا دواړه پایلې خو داسې دي لکه سړی چې ووایي چې اوښ به په یوه نه یوه ډډه ضرور پرېوځي! یا به په ښۍ ډډه پرېوځې او یا به په ګڅه او کیڼه ډډه؛ ولې خبره دا نه ده چې اوښ به په کومه ډډه پرېوځي؛ خبره خو دا ده چې دا اوښ که پر هره ډډه پرېووت خو ګټه به یې یواځې ډا کټر عبدالله عبدلله کړې وي.

  دا خبره ولې کوو نو دا خبره د لاندې دلایلو پر بنسټ او رڼا کې کېږي. ځکه چې دا دلایل د سولې د جرګګۍ د مشر په توګه د ډاکتر صاحب عبدالله د ټاکلو سره تړلي دي که ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د سولې د جرګګۍ او د طالبانو سره د خبرو اترو د سولې شورا مشر شي چې ټول ورکړي ریپوټونه همدې لوري ته ګوته نیسي نو بیا خو دوه حالته پېښېدلی شي:

۱ـ یا به ډاکټر عبدالله د طالبانو سره د خبرو د وروستنیو پرېکړو ټول واک خپل کړي چې کېدای شي دا واک ورته ورکړل شي او یا دا چې ډاکټر عبدالله به واک غواړي خو واک به ورته نه ورکول کېږي؛ که ډاکټر عبدالله د خبرو د وروستنیو پرېکړو ټول واکمن شو، نو د ده په هغو پرېکړو کې به افغان دولت هېڅ هم و نه ویلی شي چې د ډاکټر اشرفغني له خوښې پرته کېږي او څرګنده ده چې ډاکټر عبدالله به د دغسې  پرېکړو کولو ته هم خوشاله وي او هم چمتواو په دې ډول د ډاکټرصاحب اشرفغني دولت به په لوی لاس هغه ټول څه یا هغه ډېر څه طالبانو ته ورکړي چې دوی یې ورکول نه غواړي؛ خو ډاکټر عبدالله عبدالله غواړي چې د خپلو سیاسي ملحوظاتو او ګټو لپاره داسې هر څه طالبانو ته ورکړي او دا د ډاکټرصاحب عبدالله عبدالله لپاره یوه لویه سوبه ده او د ډاکټر صاحب غني لپاره لرې او ناکامي.

خو که ډاکټر غني د ډاکټر عبدالله عبدالله نه د خبرو د وروستنیو او نهایي پرېکړو ټولواکمن او ټولواکه خوله جوړه نه کړي، نو بیا هم ډاکټر عبدالله عبدالله وګټله ځکه چې د سولې د جرګې د مشر په توګه به دی د طالبانو سره د هر څه منلو ته د خپلو سیاسي ګټو، سیاسي امېج (Image) او سیاسي مخروڼي او سپیناوي لپاره غاړه ږدي خو پوهیږي به چې ډاکټرصاحب غني دا ډول پرېکړې ردوي؛ نو په دې ډول به دی طالبانو ته او افغان ولس دواړو ته وویلای شي چې ګورئ ما خو د سولې او ملي پخلاینې لپاره دا ټولې خبرې منلې؛ ولې څه وکړم چې ډاکټرصاحب اشرفغني یې نه مني او په دې ډول دا د نه منلو ټوله پړه به د ډاکټر اشرفغني په غاړه وغورځېږي.

او دا کار به د ډاکټرصاحب عبدالله سیاسي او سوله پالی امېج (Image) وغوړوي نو په دې حساب که ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې د یوه واکمن او ځواکمن مشر په توګه ومنل شو  نو هم یې وګټله او که د جرګګۍ داسې مشري یې ورته ورکړه چې خبرې به دی د جرګګۍ د مشر په ډول تر وروستني پړاوه بیایي، فاینل(final) کوي به یې، خو د پرېکړو هوکړه به له ډاکټر غني نه اخلي، نو ګټه به بیا هم د ډاکټر عبدالله عبدالله وي او چې داسې ده نو پوښتنه دا ده چې څه کېدلی شي؟

زما په اند دوه کارونه کېدلی شي، خو خدای دې وکړي چې اوبه پکې لا له ورخه څه کوئ چې له سره نه وي اوښتې، ځکه چې له سره په اوښتو اوبو کې خلک ډوبیږي او اوبه دې ته نه ګوري چې ډوب کړی سړی څوک و مشر و او که کشر، خو ډوبوي یې او حتى وژلی یې شي.

ښه! که داسې وي نو هغه دوه کاره چې کېدلی شي هغه کوم دي؟

زما په اند یو خو په هغو چارو کې دا دی چې ډاکټرصاحب غني د عبدالله عبدالله پر ځای زور د طالبانو سره په خبرو وغورځوي او دا د دې لپاره نه چې ګني خدای مه کړه د ډاکټرصاحب عبدالله عبدالله سره دې خبرې اترې و نه شي بلکې دا د دې لپاره چې د دولت او طالبانو تر منځه بریالۍ خبرې په افغانستان کې د سولې ضمانت ورکوي ولې د ډاکټر عبدالله عبدالله سره بریالۍ خبرې نه یواځې دا چې داسې کوم ضمانت نه شي ورکولی  بلکې کېدلای شي چې دا ډول هر ضمانت وخوري، وېجاړ یې کړي او له منځه یې یوسي.

خو که افغان دولت وایي چې نه په دې پړاو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کوي او د طالبانو سره ځکه خبرې نه کوي چې طالبان افغان دولت په رسمیت نه پېژني نو بیا دې افغان دولت دومره وکړي چې کله هم د دولتي غاړې او د طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې نو د دولتي غاړې د سولې د پلاوي مشري دې یا یوې لویې سرمشریزې ته چې د ډاکټرصاحب اتمر، ښاغلي حکمتیار او ډاکټر عبدالله درې واړو نه جوړه وي وروسپاري او یا دې د طالبانو او دولت تر منځ د خبرو لپاره د پېژندل شوو بې پرې افغانانو داسې یوه ځواکمن پلاوې ته هم په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړي چې د یوه ولسي ځواک په توګه د دریم ګړي او ثالث رول ولوبوي.

او هېڅ غاړه دې ته پرې نږدي چې له سولې نه دې وتښتي؛ همدا منځګړې ډله به په لومړني پړاو کې د طالبانو او افغان دولت تر منځ شا په شا او په تره څو(غیر مستقیمو) خبرو ته لاره جوړه کړي او په دویم پړاو کې به هڅه وشي چې دواړه خواوې د همدې ځواکمن ولسي پلاوي د منځګړتوب سره مخامخ خبرو ته کیني او بیا به په دریم پړاو کې خبره تر دې بوتلل شي چې د سولې تیږه دې کېږدي او که کومه خوا هم تر دې سپېڅلې اېښودې تیږې ور اوښتل غواړي نو هغه خوا به همدا ولسي ځواکمن پلاوی افغان تاریخ او افغان ولس ته ورپېژني او هر تور ته به تور او سپین ته به سپین وایي.

نو بیا که خدای مه کړه جنګ راځي، نو هسې به هم راځي؛ خو لږ تر لږه افغان ولس به په کې وړ او پړ، تور او سپین او ساد او غل دواړه خواوې سمې وپېژني او کېدلی شي چې بیا همدا پېژند ګلوي  د کومې راتلونکې جګړې ټول مرګونی انجام د یوه اتل او شاځلمي ولس د نوي ژوند د پیل او اغاز او د افغانستان د تلپاتې بقا په بڼه باندې بدل کړي.

ومن الله التوفیق

ډاکټر محمد اکبر اکبر

کېنټ، لندن

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance