The news is by your side.

ځينې د ساعتېرۍ لپاره هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ تاسو ټولو ته معلومه ده، چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله هر څه بند دي، بازارونه بند شوي، تفریحي ځایونه هوټلونه بند شوي او ډېر خلک په کورونو کې ناست دي.

مګر په دې شرایطو کې داسې خلک هم شتون لري چې د ساعتېرۍ لپاره هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

د انګلستان په لویديځ کې په يوه ښار کې يوه کورنۍ د خپل سفر پلان ټول په کور کې بشپړ کړ، ترڅو د رخصتۍ ځه خوند واخلي.

دې کورنۍ په کور کې داسې يو ماحول جوړ کړی، لکه د يوه هوائي ډګر او طیارې چې خلک په کې سفر کوي.

يادې کورنۍ د يوه هوائي ډګر د ټولو اړخونه نه نیولي د تر سفر چمتوالي پورې او هر کله چې دوی تنګ شي، په دغه خیالي سفر په کور کې له کوره څخه وځي او خپل ساعتیري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې روغتیاپالان د کورونا ویروس څخه د ژغورنې او د ياد ویروس د خپرېدا څخه د مخنیوي په موخه په کور کې د پاتې کېدو سپارښتنه کوي.

کرونا ویروس له کبله که څه هم ټولنه نړۍ له يو ستر ګواښ سره مخامخ ده خو اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس له لاسه سخت ځپل شوي دي.

اسپانیا، ایټالیا او فرانسه په کرونا ویروس د اخته او مړو کسانو د شمېر له پلوه د نړۍ په پنځو لومړیو هېوادونو کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.