The news is by your side.

د طالبانو د سرې قطعې په اړه پت رازونه

خبریال وېب پانه/د طالب اورپکو د بریا یوازینۍ لامل دا دی چې جنګیالي یې د سختې عقدې او ناپوهۍ له مخې جنګېږي او د جنګ لیدلوری یې عقیدوي دی. طالب جنګیالي د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله له څووم لاس کارول شوې وسلې څخه کار اخلي.

دوی پرته له هغو وسلو چې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال یې تر لاسه کړې دي، نور اول لاس وسلو ته لاسرسی نه لري. دغه طالب جنګیالي هېڅ راز مالي امکانات او حق الزحمې هم نه لري. یوازې په عقده یي او خشن دریځ روزل شوي دي.

خو د طالب اورپکو سره قطعه لویو او ځانګړو وسلو ته لاسرسی لري، داسې چې ښایي ډېرو ته به باور کول هم ستونزمن وي، خو زه له مودو را هیسې په یو شمېر ولایتونو کې د دوی فعالیتونه څارم.

د طالبانو ټیټ پوړي او عادي جنګیالي حق نه لري چې د سرې قطعې له غړو، مشرانو او قومندانانو سره خبرې وکړي. د دوی له ډلې یو شمېر طالبانو را ته وویل چې تر اوسه هېڅوک نه دي توانېدلي چې د سرې قطعې له غړو سره وویني او یا خبرې ورسره وکړي. د دوی مخونه تل په ځانګړو ماسکونو او یا دسمالونو پوښل شوي وي او عادي طالب جنګیالي ورسره د خبرو کولو حق نه لري.

د طالبانو سره قطعه له هر ډول وسلو څخه کار اخلي او دوی یو شمېر درنو وسلو ته هم لاسرسی پیدا کړی، چې له دې جملې څخه ام۴، ام۱۶، ام۲۴۰، ام۲۴۹، وي اېچ اېس۲، اېس وي ډي، اي ک او او اېف اېن سکار څخه یادونه کولی شو. همداراز د دوی وسلې په حرارت هم پوښلې دي (Pualar Trial XP-38/50) او ATN ThOR-HD 384 9x-36x څخه عبارت دي، چې هره یوه یې له ۴ تر ۵ زره ډالره ارزښت لري.

په وروسیتو کلونو کې د هوایي دفاع پر وړاندې د طالب اورپکو په وسلو کې هم د پام وړ پرمختګ لیدل کېږي. دوی توانېدلي چې E-11A جټ او Boing ScanEagle او دغه راز Genral Atomatics MQ-9 Reaper باندې د بهرنیانو څو چورلکې او د افغان امنیتي ځواکونو MD530F څرخکۍ په نښه کړي.

د طالبانو دغه سره قطعه د هېواد په جنوبي ولایتونو کې د Euromissil کمپنۍ له موشکونو څخه استفاده کوي. موندنې ښیي چې دوی په کندز ولایت کې د HJ-8 ضد زرې موشک څخه چې د چین ساخت دی، هم کار اخیستی دی.

په انفرادي کچه د طالب اورپکو د سرې قطعې تجهیزات په بې سارې توګه لوړ شوي دي. د ګاونډیو استخباراتي کړیو په ګډون یې څو هېوادونه ملاتړ کوي. له بده مرغه په دې وروستیو کې د دولت یو شمېر ستراتیژیکو دوستانو هم د دغې کرغېړنې لوبې ډګر ته را دانګلي دي.

لیکوال: میرویس شریعتمداري

ژباړه او سمونه: خبریال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.