The news is by your side.

طالب اورپکو بادغېس کې یو ښوونځي سوځولی

خبریال وېب پاڼه/د بادغېس ولایتي چارواکي وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې د هلکانو یو ښوونځي په بمونو له خاورو سره خاورې کړی دی.

طالبانو تېره شپه د بادغېس په قادس ولسوالۍ کې د د زاد مراد په نوم د هلکانو یو ښوونځی په بمونو الوځولی او په بشپړه توګه یې ویجاړ کړی دی. ویل کېږي په دغه ښوونځي کې ټول درسي مواد چې قرانکریمونه هم په کې وو، سوځول شوي دي.

د بادغېس امنیه قومندان رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي چې په قادس ولسوالۍ کې دغه سیمه چې ښوونځی یې په کې سوځولی دی، د طالب اورپکو تر ولکې لاندې ده. نوموړي تائدیوي چې دغې وسلوالې ډلې د هلکانو یو ښوونځی د بمونو په وسیله په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی طالب اورپکي ښوونځی سوځوي. تر دې وړاندې هم دغې ترهګرې ډلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ښوونځي سوځولي دي، چې په ډېری هغو کې یې د قرانکریم د سوځېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. طالبان چې په ظاهره د اسلام تر سیوري لاندې د عملیاتو دعوه کوي، په ډېری ځایونو کې یې ټول اسلامي ارشادات تر پښو لاندې کړي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو لخوا د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د نجونو ښوونځي هم سوځول شوي دي او په ځینو ځایونو کې یې د نجونو پر مخونو تېزاب هم شیندلي دي.

د بادغېس په چپ رود سیمه کې د طالبانو لخوا د زاد مراد ښوونځی داسې مهال په بمونو الوځول کېږي چې دغې وسلوالې ډلې په ګڼ شمېر ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو، عامه تاسیساتو او ملکي وګړو باندې خپل بریدونه زیات کړي دي.

ویل کېږي د کورنیو چارو وزارت لخوا هغه طالب اورپکي هم نیول شوي دي چې د کابل په میربچه کوت کې یې د برېښنا پایه په بمونو الوځولې وه.

طالب اورپکو تر دې دمه د دغې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.